کوئټہ۔12اکتوبر(اے پی پی)صوبائي داخله وزير مير ضياﺀ الله لانګو وئيلي دي زلزله ځپلي به هېڅكله يوازې نه پرېږدو او د هغوي به هره ممكنه مرسته كولې شي ٬ په زلزله كښې د قيمتي ځانونو په زيان ټول قام خفه دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د پي ډي اېم اے ډي جي نصير ناصر سره خبرو كښې وكړه۔ داخله وزير د پي ډي اېم اے ډي جي ته هدايت وكړو …
په قدرتي آفتونو كښې د سياسي تړون نه لرې د بشري جذبې لمخې د ځپليو خذمت كوؤ٬ صوبائي داخله وزير مير ضياﺀ الله لانګو

مزید خبریں
کوئټہ۔12اکتوبر(اے پی پی)صوبائي داخله وزير مير ضياﺀ الله لانګو وئيلي دي زلزله ځپلي به هېڅكله يوازې نه پرېږدو او د هغوي به هره ممكنه مرسته كولې شي ٬ په زلزله كښې د قيمتي ځانونو په زيان ټول قام خفه دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د پي ډي اېم اے ډي جي نصير ناصر سره خبرو كښې وكړه۔ داخله وزير د پي ډي اېم اے ډي جي ته هدايت وكړو چې د زلزله ځپليو په هره ممكنه مرسته كولو كښې دې كوم كمې ونكړې شي۔ داخله وزير ووئيل په قدرتي آفتونو كښې د سياسي تړون نه لرې د بشري جذبې لمخې د ځپليو خذمت كوؤ۔ هغه ووئيل د مرستې په كارونو كښې د برخه اخستولو ادارو ٬ كارمندانو ٬ پاك پوځ او اېن جي اوز مننه كوؤ كومو چې په دې سخت وخت كښې د زلزله ځپليو مرسته وكړه۔










