په يمن كښې د سعودي اتحاد په عملياتو كښې د 150 نه زيات حوثي ياغيان ووژل شول

رياض 11اکتوبر(اے پی پی) په يمن كښې د سعودي اتحاد په عملياتو كښې د 150 نه زيات حوثي ياغيان وژلے شوي. د سعودي سركاري خبري اژانس له مخې د سعودي اتحاد لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دا عمليات په ماريب ولايت كښې په سوئيلي سيمه كښې شوي چرته چې د ياغيانو اډې په نخښه كړې شوي. په عملياتو كښې د ياغيانو اته پوځي ګاډي وېجاړ شوي او 156 حوثي ياغيان وژلے شوي.