كه نړيوالې ټولنې په وخت د افغانستان مرسته ونه كړه نو لوي زيان پورته كول به ورپغاړه شي ، د افغان معيشت تباهې سره به ټوله نړۍ آغېزمنه شي. انټونيو ګوټرېس

نيويارك 11اکتوبر(اے پی پی) د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل انټونيو ګوټرېس وئيلي دي كه نړيوالې ټولنې په وخت د افغانستان مرسته ونه كړه نو لوي زيان پورته كول به ورپغاړه شي . د ګل په ورځ په نيويارك كښې خبريالانو سره په خبرو كښې ده ووئيل افغان معيشت ماتېږي، د اثاثو كنګل كېدو او د پرمختيائي مرستې بندېدو له امله د بېنكونو او ضروري خدمات غوندې د بنيادي صحت اسانۍ په يو شمير ځايونو كښې معطل دي. ده نړيوالې ټولنې ته خواست وكړو چې د افغانستان په معيشت كښې نغدې داخلې كړي چې دغسې د تباهې څخه وساتلے شي. ده خبردارے وركړو چې كه په وخت داسې ونه كړے شول نو بيا به نړۍ د دې لوي زيان پورته كوي. ده ووئيل بايد مونږ د داسې حالاتو پېدا كولو طريقې ولټوو چې افغان سركاري ملازمين د افغان آبادې خدمت لپاره د كار روان ساتلو اجازه ولري. ده ووئيل نړۍ ته وايم چې هغه اېكشن واخلي او په افغان معيشت كښې نغدې داخلې كړي. ده ووئيل د طالبانو د لنډ مهاله حكومت د پېژندګلې سوال، بندېزونه، ترهګري او نورې مسئلې جلا جلا معاملې دي. ده طالبانو ته هم خواست وكړو چې مېرمنو او جينكو سره كړي لوظونه پوره كړي او د نړيوالو بشري حقونو او انساني قانون له مخې خپلې ذمه وارې ترسره كړي. ده ووئيل د افغان معيشت او ټولنې د بحالې نه بغېر كومه بله چاره نشته.