د طالبانو يو پلاوې به ﴿نن﴾ په دوحه كښې د اروپائي اېتلاف استازو سره ملاقات كوي

دوحه 11اکتوبر(اے پی پی) د طالبانو يو پلاوې به ﴿نن﴾ د نهې په ورځ په دوحه كښې د اروپائي اېتلاف استازو سره ملاقات كوي. د افغانستان د اسلامي امارات لنډ مهاله خارجه وزير امير خان متقي وئيلي دي د طالبانو پلاوې به د نهې په ورځ په دوحه كښې د اروپائي اېتلاف استازو سره ملاقات كوي. ده ووئيل زمونږ استازو د المان حكومتي چارواكو او د برتانيې د پارلمان يو غړي سره هم ليدنه كړې. مونږ د نورو هېوادونو استازو سره مثبت ملاقاتونه كوو. متقي ووئيل مونږ ټولې نړۍ سره مثبتې اړيكې غواړو، مونږ په متوازن نړيوالو اړيكو باور لرو، مونږ باور لرو چې داسې متوازن اړيكې افغانستان د عدم استحكام څخه ساتلے شي.