د افغانستان د لنډ مهاله كابينې په غونډه كښې د امن او امان او اقتصادي صورتحال پشمول په مهمو چارو خبرې اترې

كابل11اکتوبر(اے پی پی) د افغانستان د لنډ مهاله كابينې په غونډه كښې د امن او امان او اقتصادي صورتحال پشمول په مهمو چارو خبرې اترې شوې دي. د افغانستان د لنډمهاله كابينې غونډه د ګل په ورځ په كابل كښې وشوه. د غونډې نه پس په جاري شوې اعلاميه كښې وئيلي شوي د افغانستان مشرتابه اړوندو وزارتونو او ادارو ته امن او امان ته د خاص پام لرنې كولو او …

كابل11اکتوبر(اے پی پی) د افغانستان د لنډ مهاله كابينې په غونډه كښې د امن او امان او اقتصادي صورتحال پشمول په مهمو چارو خبرې اترې شوې دي. د افغانستان د لنډمهاله كابينې غونډه د ګل په ورځ په كابل كښې وشوه. د غونډې نه پس په جاري شوې اعلاميه كښې وئيلي شوي د افغانستان مشرتابه اړوندو وزارتونو او ادارو ته امن او امان ته د خاص پام لرنې كولو او غېر ملكي مرسته مستحقو خلقو ته رسولو لپاره د پلان جوړولو هدايت كړے. په غونډه كښې د ټرانسپوټرانو په ستونزو هم خبرې شوي . په دې موقع په افغانستان كښې نجي كمپنې ته د هيلي سروس پېل كولو د اجازې وركولو تجويز هم رامخې ته شوے دے.