د ګورنر سيد ظهور احمد آغا په بمي چاودنه كښې د خبريال شاهد زهري په مړينه غمرازي

كوئټه 11اکتوبر(اے پی پی)د بلوچستان ګورنر سيد ظهور احمد آغا په حب كښې د بمي چاودنې په نتيجه كښې د ځايې خبريال شاهد زهري په مړينه د افسوس څرګندونه كړې۔ ده د ترهه ګرۍ دې پیښې په سختو ټكو كښې غندنه وكړه۔ ده په قانون نافذ كونكو ادارو زور راوړې چې په دې پېښه كښې ككړ عناصر دې زر تر زره نيولو سره انصاف سره مخ كړې شي۔ ګورنر د ارواښاد خبريال شاهد زهري لوړو درجو له دعا وكړه او غم جنې كورنۍ سره يې د يو والي څرګندونه وكړه