ګورنر شاه فرمان د اتومي سائنسدان ډاكټر عبد القدير خان په مړينه غمرازي ښكاره كړه

پېښور ۔10 اکتوبر(اے پی پی) د خېبر پختونخوا ګورنر شاه فرمان د اتومي سائنسدان ډاكټر عبد القدير خان په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كولو سره غمجنې كورنۍ سره غمرازي ښكاره كړې ده۔ دې ځائې څخه جاري شوي د غمرازۍ خپل پېغام كښې د شاه فرمان وېنا وه چې ډاكټر عبدالقدير خان د پاكستان محسن ؤ٬ ارواښاد په سائنس او ټېكنالوجي كښې د نه هېرولو وړ خذمات ترسره كړل۔ ګورنر ووئيل هېواد او اولس لپاره د ډاكټر عبد القدير خان خذمات به ټول عمري ياد ساتلې شي۔