د بلوچ كونسل چيئرمېن سردار سېف الله خان رند د ډاكټر عبد القدير په مړينه د افسوس څرګندونه

لاهور۔10اکتوبر(اے پی پی) د بلوچ كونسل چيئرمېن سردار سېف الله خان رند د محسن پاكستان او اتومي سائنسدان ډاكټر عبد القدير په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كړی ده۔ په خپل بيان كښی هغه ووئيل چې ګران وطن لپاره د ډاكټر عبد القدير خان د قدر وړ خذمات به ټول عمري ياد ساتلې شي۔ د پاكستان دفاع مضبوطه جوړول د ډاكټر عبد القدير خان په اولس او اسلامي نړۍ احسان دے۔ هغه ووئيل د ډاكټر عبد القدير خان په حق رسېدو سره پاكستان هېواد سره يو مينه لرونكي شخصيت څخه محروم شوے دے۔ هغه دعا وكړه چې لوئے څښتن دے ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجنې كورنۍ له د صبر توفيق وركړي