د بشري حقونو صوبائي وزير د ډاكټر عبد القدير خان په مړينه د افسوس څرګندونه

لاهور۔10اکتوبر (اے پی پی) د بشري حقونو صوبائي وزير اعجاز عالم آګسټين د محسن پاكستان ډاكټر عبد القدير خان په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كولو سره وئيلي دي بېشكه نن يوه عظيمه هستي زمونږ نه جدا شوې ده۔ اعجاز عالم ووئيل د ډاكټر عبد القدير خان په مړينه هر پاكستانې وګړے د غم په حالت كښې دے۔ اعجازعالم زياته كړه چې د پاكستان دفاع مضبوطه جوړونكے به اولس ټول عمري ياد ساتي