د مرستې نور 345 ټنه سامان افغان چارواكو ته وسپارلے شو٬ پاكستان كوآپرېشن فورم

چمن۔9اکتوبر(اے پی پی) د پاکستان افغانستان کوآپرېشن فورم لخوا افغان اولس لپاره په خوراك او داروګانو مشتمل 345 ټنه د مرستې سامان افغان چارواكو ته وسپارلې شو۔ د پاکستان افغانستان کوآپریشن فورم لخوا د خاري په ورځ د جاري شوي بيان لمخې د مرستې دا سامان د چمن ډپټي كمشنر جمع داد خان مندوخې د امارات اسلامي افغانستان نمائنده مولوي محمد عمر كرامت ته وسپارلو۔ دا خبره دې ښكاره وي چې تر دې دمه د مرستې 1000 ټن سامان 55 ټركونه د پاكستان افغانستان كوآپرېشن فورم لخوا افغانستان ته لېږلې شوي دي۔