د فلورملز اېسوسي اېشن لخوا د هرنائي او شاهرګ زلزلې ځپليو له د خوراك څښاك سامان رسولو له اقدامات پېل كړې شوي دي

کوئټه۔8اکتوبر(اے پی پی) د پاكستان فلور ملز اېسوسی اېشن پخواني چيئرمېن بدر الدين وېنا ده چې د فلورملز اېسوسي اېشن لخوا د هرنائي او شاهرګ زلزلې ځپليو له د خوراك څښاك سامان رسولو له اقدامات پېل كړې شو دي ٬ په دې لړ كښې د صوبې ټولو فلور ملز ته د اېسوي اېشن لخوا هدايات جاري كړې شوي دي چې مونږ د غم په دې وخت كښې د هرنائي او شاهرګ اولس سره څنګ په څنګ ولاړ يؤ او د هغوي هر ډول مرستې كولو له چمتو يؤ۔ هغه ووئيل كه يو اړخ ته په حكومتي كچه د ځپليو د مرستې لړۍ روانه ده نو بلخوا د فلور ملز اېسوسي اېشن په ډول د مهمې انډسټرۍ مالكانو هم ذمه واري جوړېږي ، هم دا د دې ادارك كولو سره د اېسوسي اېشن لخوا د مرستې اقدامات پېل كړې شوي دي او ډېر زر به زلزله ځپليو ته اوړه او د خوراك نور څيزونه ورسولې شي۔