په قلعه سېف الله نېشنل هائي وے ترافيكي پېښه ٬ 4 كسان مړه ٬ ليويز

کوئټه۔8 اکتوبر(اے پی پی) د بلوچستان په قلعه سېف الله نېشنل هائي وے روډ د دوه ګاډو ترمينځه د ټكر پېښې په نتيجه كښې د يوې مېرمنې په شمول 4 كسان مړه شوي دي۔ د لېويز لمخې د جمعې په ورځ په قلعه سېف الله نېشنل هائي وے روډ د ټو ډي كار او ټرك ترمينځه د ټكر پېښه رامخې ته شوه چې په نتيجه كښې ئې د يوې مېرمنې په شمول 4 كسان مړه شول۔ لېويز د پېښې اطلاع ترلاسه كېدو سره سمدستي د پېښی ځائې څخه د حق رسېدليو كسانو مړي ځائي روغتون ته منتقل كړل۔ ټوډی کار د پېښور نه كوئټه ته روان ؤ چې ناڅاپي پېښې سره مخ شو۔ په پېښه كښې د حق رسېدليو كسانو تعلق كوئټه سره دې كومو كښې چې قدرت اللہ‎ ۔ بسم اللہ او افسانه بي بي شامل ده۔