واشنګټن ۔5اکتوبر(اے پی پی)د امريكا ولسمشر جوبایډن د جاپان نوي ټاکل شوي وزیراعظم فومیو کیشیدا ته مبارکي وركولو سره وئيلي د دواړو هیوادونو ترمینځ تاریخي ملګرتیا به په نړیوالو ننګونو قابو موندلو كښې مرسته وكړي۔ فرانسېسي خبري اژانس د جو بایډن په حواله وئیلي چې امريكا جاپان اتحاد په انډو پېسفك او نړۍ كښې د امن ٬ سلامتيا او سوكالۍ سنګ بنياد دے۔ هغه ووئیل زه په سباؤن كښې وزیر …
د امريكا ولسمشر جوبایډن د جاپان نوي ټاکل شوي وزیر اعظم فومیو کیشیدا ته مبارکي

مزید خبریں
واشنګټن ۔5اکتوبر(اے پی پی)د امريكا ولسمشر جوبایډن د جاپان نوي ټاکل شوي وزیراعظم فومیو کیشیدا ته مبارکي وركولو سره وئيلي د دواړو هیوادونو ترمینځ تاریخي ملګرتیا به په نړیوالو ننګونو قابو موندلو كښې مرسته وكړي۔ فرانسېسي خبري اژانس د جو بایډن په حواله وئیلي چې امريكا جاپان اتحاد په انډو پېسفك او نړۍ كښې د امن ٬ سلامتيا او سوكالۍ سنګ بنياد دے۔ هغه ووئیل زه په سباؤن كښې وزیر اعظم فومیو کیشیدا سره په ګډه کار کولو ته سترګې په لار يم۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د جاپان واکمن لېبرال دېموکرېټك ګوند (اېل ډي پي) تېره اونۍ پرېكړه كړې وه چې فوومیو کیشیدا خپل نوي لارښود وټاكي، پداسې حال کښې چې د هغه وخت وزیراعظم یوشی هېډے سوګا د ستمبر په پېل كښې د اېل ډي پي د مشر په توګه د خپلې دندې روانې نه ساتلو اعلان كړے ؤ ٬ چې مطلب ئې د حكومت د مشر په توګه د هغه استعفی هم وه











