تهران ۔5اکتوبر (اے پی پی) د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده وئيلي چې د ایران او سعودي عربستان اصلي تمرکز په دوه اړخیزو اړیکو دے. د چیني خبري اژانس په وېنا ، خطیب زاده د خپل اونيز خبري كنفرنس په مهال ووئيل د تهران او ریاض ترمینځ څو خبرې د عراق په پلازمینه بغداد کښې شوي دي او دواړه هیوادونه رضامندۍ سره د اړیکو پیاوړي کولو …
د ایران او سعودي عربستان اصلي تمرکز په دوه اړخیزو اړیکو دے٬ د ايراني خارجه وزارت وياند

مزید خبریں
تهران ۔5اکتوبر (اے پی پی) د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده وئيلي چې د ایران او سعودي عربستان اصلي تمرکز په دوه اړخیزو اړیکو دے. د چیني خبري اژانس په وېنا ، خطیب زاده د خپل اونيز خبري كنفرنس په مهال ووئيل د تهران او ریاض ترمینځ څو خبرې د عراق په پلازمینه بغداد کښې شوي دي او دواړه هیوادونه رضامندۍ سره د اړیکو پیاوړي کولو لپاره کار کوي۔ هغه ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه دا مهال بغداد كښې خبرې روانې دي او بنيادي تمركز په دوه اړخيزه اړيكو دے ٬ بياهم په سيمه اييزو مسئلو هم خبرې شوې دي۔ وياند ايران كښې د سعودي عربستان د سفارت بيا پرانستل كېدو تصديق ونكړو۔ ايراني چارواكو وئيلي چې د تهران او رياض ترمينځه اړيكې به د ګردې منطقې په ګټه وي او د سيمه ايزو رياستونو ترمينځه كومه هم مسئله او غلط فهمي د خبرو د لارې حل كېدې شي











