اسلام آباد 03 مئي (اے پي پي) وزیراعظم محمد نواز شریف د پاکستان او سري لنکا ترمېنځه په مرسته د اطمينان څرګندونه كولو سره د دواړو هېوادونو ترمېنځه د دفاع په اړه د مرستې لا زياتولو په حاجت ټېنګار كړے۔ ده دا خبرې د شورو په ورځ په وزيراعظم هاٶس كښې د سري لنكا د پوځ كمانډر لېفټېننټ جنرال اے ډبلیو جے ډي سلوا سره په ملاقات كښې وكړې۔ وزیراعظم …
پاکستان او سري لنکا له په بېلا بېلو څانګو كښې د مرستې ودې او سيمه ايز امن او استحكام ترلاسه كولو له په ګډه كار كولو ته اړتيا ده
اسلام آباد 03 مئي (اے پي پي) وزیراعظم محمد نواز شریف د پاکستان او سري لنکا ترمېنځه په مرسته د اطمينان څرګندونه كولو سره د دواړو هېوادونو ترمېنځه د دفاع په اړه د مرستې لا زياتولو په حاجت ټېنګار كړے۔ ده دا خبرې د شورو په ورځ په وزيراعظم هاٶس كښې د سري لنكا د پوځ كمانډر لېفټېننټ جنرال اے ډبلیو جے ډي سلوا سره په ملاقات كښې وكړې۔ وزیراعظم ووئيل چې پاکستان او سري لنکا له په بېلو څانګو كښې د مرستې ودې او سيمه ايز امن او استحكام ترلاسه كولو له په ګډه كار كولو ته اړتيا ده۔ د سري لنکا د پوځ كمانډر د پاکستان دورې په موقع په تود هركلي كولو د وزیراعظم مننه وكړه۔ د ملاقات په مهال د دفاع وزیر خواجه محمد آصف او د قامي سلامتیا سلاكار لېفټېننټ جنرال (ر) ناصر خان جنجوعه هم موجود وو









