سټاك هوم 04 اكتوبر (اے پي پي) د حضرت محمد صلی الله عليه وآله وسلم د سپكاوي خاكې جوړونكې د سويډن كارټونسټ لارس ولكس د پوليسو په حفاظت كښې د سفر په مهال په ټرافيكي پېښه كښې مړ شو. د برتانيې خبر رسنې ادارې له مخې ځائي مېډيا وئيلي دي چې په كال 2007م كښې د حضرت محمد صلی الله عليه وآله وسلم د سپكاوي خاكې جوړونكي د سويډن كارټونسټ …
د حضرت محمد صلی الله عليه وآله وسلم د سپكاوي خاكې جوړونكې د سويډن كارټونسټ لارس ولكس په ټرافيكي پېښه كښې مړ شو

مزید خبریں
سټاك هوم 04 اكتوبر (اے پي پي) د حضرت محمد صلی الله عليه وآله وسلم د سپكاوي خاكې جوړونكې د سويډن كارټونسټ لارس ولكس د پوليسو په حفاظت كښې د سفر په مهال په ټرافيكي پېښه كښې مړ شو. د برتانيې خبر رسنې ادارې له مخې ځائي مېډيا وئيلي دي چې په كال 2007م كښې د حضرت محمد صلی الله عليه وآله وسلم د سپكاوي خاكې جوړونكي د سويډن كارټونسټ لارس ولكس د پوليسو په ګاډي كښې سفر كولو. دا ګاډې د سويډن سوئيلي ماركېرېډ ښار سره نزدې يو ټرك سره ټكر شو او په نتيجه كښې ئې لارس ولكس او دوه پوليس اهلكار مړه او د ټرك ډرائيور ژوبل شو. 75 كلن لارس ولكس د دړكو نه پس د پوليسو په حفاظت كښې و. د پوليسو لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې د پېښې سبب لا نه دے معلوم شوے.











