اسلام آباد 03 مئي (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو د وزارت سينئر چارواكي ٬ ډائرېكټر جنرل٬ ډائرېكټورېټ آف الېكټرانك ميډيا پبلي كېشنز محمد سلیم بېګ د پرنسپل انفارمېشن آفيسر (پي آئي او) ٬ د پرېس انفارمېشن ډيپارټمنټ افيسر په حېث اضافي ذمه وارې پغاړه اخستې دي۔ د شورو په ورځ په جاري شوي آفس آرډر كښې وئيلي شوي دي چې چې محمد سلیم ته د خپلې وظيفې نه …
د اطلاعاتو او خپرونو د وزارت سينئر چارواكي محمد سلیم بېګ د پي آئي او په حېث اضافي ذمه وارې پغاړه واخستې
اسلام آباد 03 مئي (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو د وزارت سينئر چارواكي ٬ ډائرېكټر جنرل٬ ډائرېكټورېټ آف الېكټرانك ميډيا پبلي كېشنز محمد سلیم بېګ د پرنسپل انفارمېشن آفيسر (پي آئي او) ٬ د پرېس انفارمېشن ډيپارټمنټ افيسر په حېث اضافي ذمه وارې پغاړه اخستې دي۔ د شورو په ورځ په جاري شوي آفس آرډر كښې وئيلي شوي دي چې چې محمد سلیم ته د خپلې وظيفې نه علاوه په سمدستي توګه د ډي جي / پي آئي او پرېس انفارمېشن ډيپارټمنټ اسلام آباد اضافي ذمه وارۍ سپارل شوې دي۔ بلخوا د اطلاعاتو او د خپرونو وزارت د پرېس رجسټرارې نزهت یاسمین بدلي كولو سره د میا جهانګیر اقبال په ځائ ډائرېكټر جنرل (پي آر) ريجنل انفارمېشن آفس پي آئي ډي غوره كړې شوې ده او دغسې میا جهانګیر اقبال د نائله مقصود په ځائ د اطلاعاتو ډویژن د سائبر ونګ ډي جي غوره كړې شوے دے۔









