لوېديزه نړۍ د هند په ساه وركونكي جمهوريت ولې غلې ده؟ د مودي په هند كښې په “هندوتوا” تنقيد غداري ګرځولې كېږي۔ د فرانس مصنف كرسټوف جېفر لاټ

اسلام آباد 01 اکتوبر (اے پي پي) د فرانس نوموړي مصنف او خبريال کرسټوف جېفرلاټخپل نوي كتاب كښې انكشاف كړے چې هند كښې د “هندوتوا” په ضد پورته كېدونكې هر غږ د هېواد او قام دښمنۍ او غدارۍ سره تړلے كېږي۔ د کشمير ميډياسروس له مخې کرسټوف جېفرلاټدا انکشاف د ”مودي هندوستان” د هندو قام پرستي او په نسل پرستۍ آډانه د جمهوريت ظهور” په سرخط خپل نوي كتاب كښې كړے۔ د پرنسټن يونيورسټۍ لخوا په اګست كښې رامخې ته شوي كتاب كښې ليكوال پوښتنه كړې جې لوېديزه نړۍ په هند كښې په ساه وركونكي جمهوريت ولې غلې ده؟ په دې لړ كښې ده يو شمېر حوالې هم وركړي۔ پروفېسر کرسټوف له مخې په دې وروستيو كښې په ملګرو ملتونو كښې مودي خندنې ادعا كړې چې جمهوريت په هند كښې زېږېدلے خو چا د مودي نه پوښتنه ونه كړه چې نن په هند كښې د جمهوريت څه حال دے؟ هلته خو جمهوريت مخ په زوال دے٬ د كلونو راهسې په هند كښې كمزورے كېدونكے جمهوريت بېلا بېلو نړيوالو اداروپه پخپلو دستاوېزي ثبوتونو ثابت كړے ۔ د فرانس ليكوال خپل كتاب كښې ليكي چې په كال 2018 كښېورائټي آف ډيموکريسي انسټي ټيوټهند د لبرل ډيموکرېسي په ځاے اليکټورل ډيموکرېسي ګرځولے ٶ ځكه چې هلته سول سوسائټي او د ميډيا آزادي سلب كېږي۔ د کتاب له مخې د اكانومسټ انټېلي جنس يونټ په ډېموكرېسي انډېكس كښې هند لس پوائنټ تنزلۍ نه پس 51 نمبر ته راغلے او په انډېكس هند د يو ناكامه جمهوريت په توګه موجود دے ځكه چې هلته سماجي آزادۍ زياتې محدودې كېږي۔ په كال 2020 كښې فريډم هاٶس هم خپل كلن راپور كښې هند د اندېښمنو هېوادونو په صف كښې شامل كړے۔ کرسټوف جېفرلاټ وړاندې ليكي چې هند كښې د صحافت په آزادۍ قدغن لګولے شوے او هند د 180 هېوادونو په فهرست كښې 9 پوائنټس تنزلۍ سره په 142 پوزيشن موجود دے٬ هېواد كښې د هندو انتها پسند قام پرست سېلف سنسر شپ لپاره هر ډول حربې كارولې كېږي۔ليكوال وائي چې په دې ټولو حقائقو لويديزه نړۍ سترګې پټوي۔ كرسټوف تر دې تور لګولے جې لويديز هېوادونه د چين په ضد يخ جنګ كښې هند د پراكسي په توګه د استعمالولو منصوبې په سبب د دوي د بشري حقونو په خلاف ورزو پرله پسې سترګې پټوي٬ د منافقت وړ دې رويې په سبب د لوېديزو هېوادونو د جمهوريت پسندۍ خپله نظريه بې نقابه شوې او د هند په جمهوريت دښمنه رياستي پاليسو غلي پاتې كېدل د لويديزو هېوادونو تشخص ته هم زيان رسي