دبئۍ اېکسپو، د پاکستان پویلین د كاروباري او كلتوري دستورو فهرست جاري كړو٬ اېف بي آر به په اكتوبر كښې په الېكټرانك وهيكل پاليسۍ يو سېمينار كوي

دبئۍ 01اکتوبر (اے پی پی) 2020 دبئۍ اېکسپو كښې د پاکستان پویلین په اكتوبر كښې د كاروباري او كلتوري دستورو فهرست جاري كړے چې پكښې زياتره بلوچستان ته پام ګرځولے شوے ٬د پاکستان فېډرل بورډ آف انوسټمنټ به په پنځم اکتوبر د الېکټرك وهيیکل پالیسی په اړه سېمينار كوي او په شپږم اكتوبر به د موسمياتي بدلون په اړه د موسمياتي بدلون سلاحكار ملك امین اسلم سره يوه ناسته كوي …

دبئۍ 01اکتوبر (اے پی پی) 2020 دبئۍ اېکسپو كښې د پاکستان پویلین په اكتوبر كښې د كاروباري او كلتوري دستورو فهرست جاري كړے چې پكښې زياتره بلوچستان ته پام ګرځولے شوے ٬د پاکستان فېډرل بورډ آف انوسټمنټ به په پنځم اکتوبر د الېکټرك وهيیکل پالیسی په اړه سېمينار كوي او په شپږم اكتوبر به د موسمياتي بدلون په اړه د موسمياتي بدلون سلاحكار ملك امین اسلم سره يوه ناسته كوي دغسې چې ګرد هېواد كښې د صفائۍ او بوټو نالولو د كمپائن ډاډګيرنه وكړې شي۔ د شېډول مقصد نړۍ ته د پاكستان په عامه توګه نه ښكاېدونكې برخې ښودل او په هېواد كښې د سېلګرۍ او سرمايه كارۍ ډاډګيرنه كول دي۔ نورو دستورو كښې ځوانان د اب و هوا په بدلولو كښې د دوي د كردار نه خبرول دي او دا مهال پېشرفت روان ساتل دي ٬ د پاکستان پویلین “انوسټ ان پاکستان كمپائن” ته به زيات پام كولې شي ٬ د دريو نه زياتې كاروباري دستورې به كولې شي چې پكښې به سركاري ادارې٬ كاروبار او اېس اېم ايز خپلې موقعې وړاندې كوي٬ دې اقدام ته په ټوله اېجنډا كښې زياته ترجيح وركړې شوې او دا به د نور پېنل سېشنز ٬ سېمينارز او لېكچرز د لارې په ډاګه كولې شي٬ مېرمنې د هېواد پرمختګ كښې مهم كردار لوبوي او پاكستان په ټولو څانګو كښې دوي واكمنې جوړولو له عزم لري۔ د دستورو بشپړ كلېنډر د پاکستان پویلین په وېب پاڼه (www.pakistanexpo2020.com) كتلے كېدے شي

مزید خبریں