د كال 2020 دبئي ايکسپو پېل شو ٬ د پاكستان خاص پوېلين هم د نندارتون برخه دے ٬ 190 هېوادونود مختلف څانګو جديد ټېكنالوجي وړاندې كړې

دبئۍ 01 اکتوبر (اے پي پي)متحده عرب امارات (يو اے اي) كښې د كرونا وباء له ماله د يو كال تاخير سره مخ د نړۍ لوي نړيوال نندارتون دبئي اېکسپو 2020 پېل شوے كوم چې به تر 31 مارچ كال 2023 دوام لري٬ په اېکسپو كښې د 190 نه زيات هېوادونه په مختلفو څانګو كښې جديد ټېكنالوجيز وړاندې كوي۔ د اېكسپو په افتتاحي دستوره كښې شاندار آتش بازي وشوه او …

دبئۍ 01 اکتوبر (اے پي پي)متحده عرب امارات (يو اے اي) كښې د كرونا وباء له ماله د يو كال تاخير سره مخ د نړۍ لوي نړيوال نندارتون دبئي اېکسپو 2020 پېل شوے كوم چې به تر 31 مارچ كال 2023 دوام لري٬ په اېکسپو كښې د 190 نه زيات هېوادونه په مختلفو څانګو كښې جديد ټېكنالوجيز وړاندې كوي۔ د اېكسپو په افتتاحي دستوره كښې شاندار آتش بازي وشوه او د بېلو هنرمندانو لخوا د فن څرګندونه وشوه ٬ په هنر مندانو كښې د اټاليه سندرغاړې اينډيا بوسيلي، د برتانيې سندرغاړې اېلي ګولډنګ ، د چين لانګ لانګ او د سعودي عرب سندرغاړي محمد عبدو شامل وو۔ په اېكسپو كښې داخلې لپاره اتلس كالو نه زيات عمر كسانو لپاره د كرونا واكسينېشن كارډ يا د كرونا منفي پي سي آر ټېسټ ښودل ضروري ګرځولې شوي او ټكټ اخستونكو لپاره د مفت ټېسټ سهولت به وركولې شي۔دا په عرب نړۍد خپل نوعیت وړومبے نندارتون دے ۔ په دبئۍ اېکسپو كښې د پاکستان خاص پویلین هم جوړ كړے شوے چې له مخې به ئې بېل كاروباري او كلتوري ون يونټس كولې شي٬ په دې موقع به په بلوچستان كښې سرماريه كاري او د كاروبار موقعې په خاص توګه رامخې ته كولې سي٬ راوی رېور فرنټ منصوبه به هم د سرمايه كارو راغب كولو لپاره په دبئۍ اېكسپو كښې وړاندې كولې شي، د سرمایه کارۍ بورډبه د اېکسپو په مهال مختلف ون يونټس وړاندې كوي چې پكښې به د پاكستان لخوا ماحوليات تحفط او شجركارۍ لپاره شوي اقدامات او پاكستان كښې د سېلګرۍ څانګه كښې په خاص توګه د سرمايه كارۍ موقعو څخه نړۍ خبرولې شي٬ د پاکستان په پویلین كښې به ”پاکستان كښې د سرمايه كارۍ كمپائن” ته خاص پاملرنه كولې شي او بېلا بېل كاروباري ون يونټس به كولې شي چې پكښې به حكومتي ادارې٬ كاروباريان او كمپنۍ پاكستان كښې د سرمايه كارۍ بېلا بېلې موقعې رامخې ته كوي

مزید خبریں