نائيجېريا كښې د امنيتي ځواكونو په عملياتو كښې د بوكو حرام 85 ترهه ګر مړه٬ 43 نيولي شوي

ابوجا 01 اكتوبر (اے پي پي) په نائيجېريا كښې د ترهه ګرو په ضد د امنيتي ځواكونو د عملياتو په نتيجه كښې د بوكو حرام 85 ترهه ګر مړه شوي۔ د چينائي مېډيا له مخې په نائيجېريا كښې د ډيفنس هېډكوارټر وياند برنارډ اونيو په يو پرېس كنفرنس كښې ووئېل چې د تېرې يوې مياشتې په مهال د هېواد په شمالي ختيځه سيمه كښې د نائيجېرين امنيتي ځواكونو لخوا د …

ابوجا 01 اكتوبر (اے پي پي) په نائيجېريا كښې د ترهه ګرو په ضد د امنيتي ځواكونو د عملياتو په نتيجه كښې د بوكو حرام 85 ترهه ګر مړه شوي۔ د چينائي مېډيا له مخې په نائيجېريا كښې د ډيفنس هېډكوارټر وياند برنارډ اونيو په يو پرېس كنفرنس كښې ووئېل چې د تېرې يوې مياشتې په مهال د هېواد په شمالي ختيځه سيمه كښې د نائيجېرين امنيتي ځواكونو لخوا د ترهه ګرۍ په ضد عملياتو كښې د بوكوحرام 85 جنګيالي وژل شوي۔ ده ووئيل چې تېره مياشت په شمال ختيځ كښې د توپو او فضائي عملياتو له امله د بوكو حرام 2 زره 783 عسكريت خوښو او د هغوي كورنيو د امنيتي ځواكونو په وړاندې وسله وغورځوله او په دې مهال 43 ترهه ګر او د دوي ملګري ونيول شول۔وياند ووئيل چې د نائيجېرين امنيتي ځواكونو لخوا د ترهه ګرو او نورو جرمونو كښې ككړ كسانو به ضد زمكيز او فضائي كاروائي روانه ده۔

مزید خبریں