د امريكې او سعودي عرب اړيكې د منطقې سلامتيا لپاره مهم كردار لري۔ جوبائيډن

واشنګټن 01 اكتوبر (اے پي پي) د امريكې صدر جوبائيډن خادم الحرمين الشريفين شاه سلمان بن عبدالعزيز آل سعود ته په لېږلي يو مكتوب كښې هغه او د سعودي ټول قام ته په قامي ورځ مباركي وركړې۔ د العربيه ټي وي له مخې د امريكې صدر وئېلي دي چې د امريكې او سعودي عرب اړيكې د منطقې سلامتيا لپاره مهم كردار لري۔ جوبائيډن ووئيل چې د امريكې او سعودي ترمينځه …

واشنګټن 01 اكتوبر (اے پي پي) د امريكې صدر جوبائيډن خادم الحرمين الشريفين شاه سلمان بن عبدالعزيز آل سعود ته په لېږلي يو مكتوب كښې هغه او د سعودي ټول قام ته په قامي ورځ مباركي وركړې۔ د العربيه ټي وي له مخې د امريكې صدر وئېلي دي چې د امريكې او سعودي عرب اړيكې د منطقې سلامتيا لپاره مهم كردار لري۔ جوبائيډن ووئيل چې د امريكې او سعودي ترمينځه دوه اړخيزه اړيكې په مينځني ختيز كښې د استحكام٬سلامتيا او معاشي خوشحالۍ بنياد دے۔ د دواړو هېوادونو ترمينځه د 8 لسيزو اړيكې د ستائنې وړ دي۔ د امريكا صدر ووئيل چې هغه په يو شمېر څانګو كښې سعودي سره په ګډه كار كول غواړي۔ د يادونې وړ ده چې د سعودي 91مه قامي ورځ د ستمبر په 23مه نېټه لمانځلې شوې۔

مزید خبریں