لاهور 02 مئي (اے پي پي)اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي د تېرو حكومتونو د تعليم او صنعت نېشنلائز كولو سره هېواد ته لويې زيان رسېدلې دے ٬ د انفارمېشن ټېكنالوجغ پرمختګ٬د هېواد تر ټولو لويې پروژې سي پېك سره تړلې شوې٬د سي پېك په لوېديز روټ كښې هېڅ بدلون نه دې شوې٬د هېواد ګټې لپاره دا بايد شخړيز نه كړې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده تېره ورځ ځايې هوټل …
د انفارمېشن ټېكنالوجۍ پرمختګ٬د هېواد تر ټولو لويې پروژې سي پېك سره تړلې شوې
لاهور 02 مئي (اے پي پي)اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي د تېرو حكومتونو د تعليم او صنعت نېشنلائز كولو سره هېواد ته لويې زيان رسېدلې دے ٬ د انفارمېشن ټېكنالوجغ پرمختګ٬د هېواد تر ټولو لويې پروژې سي پېك سره تړلې شوې٬د سي پېك په لوېديز روټ كښې هېڅ بدلون نه دې شوې٬د هېواد ګټې لپاره دا بايد شخړيز نه كړې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده تېره ورځ ځايې هوټل كښې د ورچوئل پوهنتون كانوكېشن ته خپل خطاب كښې وكړه۔په دستوره كښې د بورډ آف ګورننس چيئرمېن رضوان بشير خان٬د ورچوئل پوهنتون ريكټړ ډاكټر نويد احمد ملك پشمو زده كوونكو او نورو كسانو ګډون وكړو۔اولس مشر ممنون حسېن ووئيل د انفارمېشن ټېكنالوجي ايجاد نړۍ بدله كړی٬سباؤن كښې به داسې علمونه پراخا شي٬په دغه دور كښې به د پاكستان او چين اقتصادي راهدارۍ د لارې ختيز د لوېديز او سوئېل د قطب سره وتړلې شې او دا سيمه به د نړيوال تجارت مركز شي۔ده ووئيل ورچوئل پوهنتون د انفارمېشن ټېكنالوجي ودې لپاره چې كوم خذمات ترسره كوي د ستائنې وړ دي۔ده ووئيل زه خوشحاله په دې يم چې د ملګرو ملتونو پشمول د ځينو نړيوالو ادارو په مرسته مونږ په مهمو پروژو كار كوو۔ده ووئيل ورچوئل پوهنتون انتظاميه دې د نړۍ د نورو پوهنتونونو او تحقيقي ادارو سره هم لوظ نامه وكړي او د هغوي د تجربو څخه دې ګټھ پورته كړي دغسې چې زمونږ نوې نسل د دې دور علوم او فنونو كښې پوهه ترلاسه كړي۔اولس مشر ووئيل په اوسني دور كښې پاكستان كښې د تعليم په اړه مونږ ګڼو چېلنجونو سره مخ يو۔ده ووئيل د هېواد په تعليمي ادارو كښې ورچوئل پوهنتون لويې مقام لري د هغې سوب دا دے چې دا تعليمي اداره د محصولاتو جديدې ذريعې كاروي۔اولس مشر ممنون حسېن ووئيل كله چې زه په تاريخ نظر واچوم نو د قامي ژوند د هغه پېښو په اړه زه زيان خفه شم كله چې زمونږ هېواد د پرمختګ پلو روان ؤه خو د ځينو وګړو د ناپوهۍ په وجه مونږ ستونزو سره مخ شو او پاكستان د سياسي٬معاشي او معاشرتي مسئلو ښكار شو۔ده ووئيل زه چې كله د هغه عواملو په وجوهاتو غور وكړم نو زه په دې ورسم چې زمونږ د تعليم كچه كمه ده۔په كانوكېشن كښې 2166 زده كوونكو له سندونه او مېډالې هم وركړې شوې۔دستورې ته د ورچوئل پوهنتون ريكټر نويد اے ملك هم خطاب وكړو









