ملګرو ملتونو كښې افغان سفیر غلام اسحاق زئۍ د عمومي اسمبلۍ مقررينو فهرست څخه خپله نامه خاموشۍ سره بېرته واخسته

ملګري ملتونه 28 ستمبر (اے پی پی) ملګرو ملتونو كښې افغان سفیر غلام اسحاق زئۍ د عمومي اسمبلۍ مقررينو فهرست څخه خاموشۍ سره خپله نامه بېرته واخسته۔ د لوړې كچې بحث په وروستۍ او د ګل په ورځ اسحاق زئۍ څوك چې د اشرف غنی حکومت كښې په افغانستان د طالبانو د قبضې نه څو مياشتې وړاندې ټاكلې شوې د كوم سبب نه غېر په بحث كښې د برخې د …

ملګري ملتونه 28 ستمبر (اے پی پی) ملګرو ملتونو كښې افغان سفیر غلام اسحاق زئۍ د عمومي اسمبلۍ مقررينو فهرست څخه خاموشۍ سره خپله نامه بېرته واخسته۔ د لوړې كچې بحث په وروستۍ او د ګل په ورځ اسحاق زئۍ څوك چې د اشرف غنی حکومت كښې په افغانستان د طالبانو د قبضې نه څو مياشتې وړاندې ټاكلې شوې د كوم سبب نه غېر په بحث كښې د برخې د نه اخستو پرېكړې څخه ملګري ملتونه خبر كړل، د كومې تصديق چې د ملګرو ملتونو وياند په نيويارك كښې په باقاعده توګه په بريفنګ كښې كړې۔ بلخوا طالبانو خواست كړې و چې چې په دوحه كښې د طالبانو وياند سهېل شاهین ته دې د اسحاق زئۍ په ځائ په عمومي اسمبلۍ كښې د وېنا كولو اجازه وركړې شي۔ د دې نه وړاندې خارجه وزیر مخدوم شاہ محمود قرېشی د اتوار په ورځ نيويارك ټائمز سره خپله مركه كښې وئيلي ٶ چې اسحاق زئۍ هېڅ موقف نه لري او په ملګرو ملتونو كښې د افغانستان چوكۍ اوس بايد خالي پاتې شي۔ ده ووئيل د دې جاج اخستل پاتې دي چې د طالبانو خواست ځائ نيسي يا نا٬ خو ده دا هم ووئيل چې اسحاق زئۍ په ملګرو ملتونو كښې د افغانستان د نمائندګۍ حق نه لري ځكه چې د دوي حكومت ختم شوے دے او پخوانې اولس مشر اشرف غنی په بهر هېواد كښې مفرور دے

مزید خبریں