د هندي وزيراعظم نرېندرا مودي د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته خطاب كښې د افغانستان او ترهګرۍ په اړه د خيالاتو څرګندونه

ملګري ملتونه ۔25ستمبر(اے پی پی) هندي وزيراعظم نرېندر مودي د خالي په ورځ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته خپل خطاب كښې د افغانستان په صورتحال اندېښنه څرګندولو سره ووئيل دا خبره به باوري كول وي چې د جنګ ځپلي هېواد خاوره به د كوم بل هېواد په ضد ترهګرۍ له كارولې نه شي۔ د مودی دا خطاب د يو پاكستاني سفارتكار هغه خطاب نه ورسته راغې كوم كښې چې …

ملګري ملتونه ۔25ستمبر(اے پی پی) هندي وزيراعظم نرېندر مودي د خالي په ورځ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته خپل خطاب كښې د افغانستان په صورتحال اندېښنه څرګندولو سره ووئيل دا خبره به باوري كول وي چې د جنګ ځپلي هېواد خاوره به د كوم بل هېواد په ضد ترهګرۍ له كارولې نه شي۔ د مودی دا خطاب د يو پاكستاني سفارتكار هغه خطاب نه ورسته راغې كوم كښې چې هغه 193 كسيزه اسمبلۍ ته دا ووئيل چې هند د ټي ټي پي په ډول ترهګر تنظيمونو فنډنګ كوي كوم چې د پولې پورې غاړه نه پاكستان كښې ترهګر بريدونه كوي۔ سفارتکارې صائمہ سلیم د يو هندي مندوب لخوا د وزيراعظم عمران خان اسمبلۍ كښې په خطاب د ټكونو ځواب وركولو سره ووئيل هند په غېر قانوني توګه نيولي شوي مقبوضه جموں وكشمير كښې د رياستي ترهګرۍ د لارې د مظلوم اولس غږ كمزورې كول غواړي۔ د ملګرو ملتونو ودانۍ نه بهر د سوؤنو په شمېر كشميري او پاكستاني وګړو د هندي ظلمونو غندنه كولو له لاريون وويستلو او نړيوالو ادارې څخه ئې غوښتنه وكړه چې هغه كشميري اولس ته د خپلواكۍ حق وركولو لپاره فوري اقدامات وكړي۔ اسمبلۍ ته خپل خطاب كښې وزيراعظم مودي ووئيل په نړۍ كښې د “رجعت پسندانه سوچ او انتها خوښۍ ” خطرہ سوا كېږي۔ مودی ووئيل كوم خلق چې ترهګري د سياسي آلې په توګه كاروي هغوي له به په دې پوهېدل وي چې ترهګري هغوي لپاره هم دومره خطره ده۔ مونږ له به بېدار پاتې كېدل وي چې كوم هم هېواد د افغانستان نازك صورتحال څخه د ګټې پورته كولو هڅه ونكړې شي او دا د خپلو خود غرضه ګټو لپاره د يوې آلې په توګه ونه كاروي۔ هندي وزيراعظم نرېندر مودي ووئيل د افغانستان مېرمنو او كوچنيانو سره سره د افغانستان د اقليتونو هم بايد مرسته وكړې شي۔ مونږ له به د هغوي مرسته كول وي۔ تېره ورځ عمومي اسمبلۍ ته خپل مدلل تقرير كښې وزيراعظم كشمير كښې د هند ظلمونه په ډاګه كولو سره سره هند كښې د زياتېدونكې انتها خوښۍ پلو هم اشاره وكړه كوم چې مسلم ودانۍ او نور مذهبي اقليتونو له خطره جوړه شوې ده۔ هغه ووئيل د تېرو دوه لسيزو په مهال شوې پېش رفت محفوظ ساتلو او افغانستان د ترهګرو محفوظ ځائې كښې د بدلېدو مخنيوي له به نوې جوړېدونكي طالبان حكومت سره مرسته كول وي۔ د وړاندې تللو لاره هم دا ده۔ مونږ له به د افغانستان د اولس په خاطر موجوده حكومت مضبوط او مستحكم كول وي۔

مزید خبریں