سرينګر 25 ستمبر (اے پي پي) كل جماعتي حريت كانفرنس د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته د عمران خان د وېنا هركلې كړے او وزيراعظم عمران خان ئې د امن سفير ګرځولے دے. د كل جماعتي حريت كانفرنس نائب چيئرمېن غلام احمد ګلزار په سرينګر كښې په خپل يو بيان كښې ووئيل چې په نيويارك كښې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ 76مې غونډې ته د وزيراعظم عمران خان ورچوئل …
كل جماعتي حريت كانفرنس د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته د عمران خان د وېنا هركلې وكړو

مزید خبریں
سرينګر 25 ستمبر (اے پي پي) كل جماعتي حريت كانفرنس د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته د عمران خان د وېنا هركلې كړے او وزيراعظم عمران خان ئې د امن سفير ګرځولے دے. د كل جماعتي حريت كانفرنس نائب چيئرمېن غلام احمد ګلزار په سرينګر كښې په خپل يو بيان كښې ووئيل چې په نيويارك كښې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ 76مې غونډې ته د وزيراعظم عمران خان ورچوئل وېنا د منطق، مستند دستاوېزاتو او تاريخي حقائقو په بنياد وه. وزيراعظم عمران خان په مقبوضه كشمير كښې د هند سرغړونې او د هند د دروغو دعوې بې نقابه كړې دي. ده ووئيل چې د پاكستان په ملاتړ د كشميريانو تحريك په نړيواله كچه ملاتړ ترلاسه كوي. ده د ترك صدر رجب طيب اردوان هم مننه وكړه كوم چې د كشمير مسئله د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې د حل كولو غوښتنه كړې او په دې لړ كښې ئې د او آئي سي هم مننه وكړه. د حريت نورو يو شمېر مشرانو هم د وزيراعظم عمران خان د وېنا هركلې كړے











