په جنېوا كښې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د كونسل مركزي دفتر په وړاندې د هند په ضد مظاهره

جنېوا 25 ستمبر (اے پي پي) د سوئټزرلېنډ د كشمير تحريك لخوا د هند تر تسلط لاندې جمو و كشمير كښې د بشري حقونو څخه د سرغړونو په ضد په جنېوا كښې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د كونسل د مركزي دفتر په وړاندې مظاهره وشوه. د كشمير مېډيا سروس له مخې په مظاهره او احتجاج كښې په لويه شمېره خلقو ګډون وكړو. مظاهرچيانو بېنرې او پوسټرې په لاسونو …

جنېوا 25 ستمبر (اے پي پي) د سوئټزرلېنډ د كشمير تحريك لخوا د هند تر تسلط لاندې جمو و كشمير كښې د بشري حقونو څخه د سرغړونو په ضد په جنېوا كښې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د كونسل د مركزي دفتر په وړاندې مظاهره وشوه. د كشمير مېډيا سروس له مخې په مظاهره او احتجاج كښې په لويه شمېره خلقو ګډون وكړو. مظاهرچيانو بېنرې او پوسټرې په لاسونو كښې اخستې وې او په دې د مشر حريت لارښود سيد علي ګېلاني عكسونه موجود وو او د هغه د جبري دفن كولو د غندنې نعرې پرې هم ليكل شوې وې. احتجاجي مظاهرې ته كشميري مشرانو وېنا وكړه او په مقبوضه جمو او كشمير كښې ئې د هندي ظلمونو او د بشري حقونو څخه د سرغړونو سخته غندنه وكړه.

مزید خبریں