د افغانستان په ختيزه برخه كښې په طالبانو بريد٬ 5 كسان مړه

کابل 22 ستمبر (اے پي پي) د افغانستان په ختيزه برخه كښې وسله والو د طالبانو په ګاډي بريد كړے ۔ د المان خبر رسنې ادارې له مخې په دې بريدونو كښې د طالبانو دوه جنګيالي او درې نور كسان مړه شوي٬ د جلال آباد د صوبائي سرښار په يو پټرول پمپ د ډزو په پېښه كښې د طالبانو ګاډې په نخښه كړے شوے٬ په دې بريد كښې دوه كسان …

کابل 22 ستمبر (اے پي پي) د افغانستان په ختيزه برخه كښې وسله والو د طالبانو په ګاډي بريد كړے ۔ د المان خبر رسنې ادارې له مخې په دې بريدونو كښې د طالبانو دوه جنګيالي او درې نور كسان مړه شوي٬ د جلال آباد د صوبائي سرښار په يو پټرول پمپ د ډزو په پېښه كښې د طالبانو ګاډې په نخښه كړے شوے٬ په دې بريد كښې دوه كسان او يو كوچنے وژلے شوے٬ هم په جلال آباد كښې د بمي چاٶدنې په پېښه كښې يو كوچنې او دوه طالب جنګيالي ژوبل شوي۔ د طالبانو په ضد د تر سره شوو تازه بريدونو تر اوسه كومې ډلې ذمه واري نه ده اغستې

مزید خبریں