ترك صدر رجب طيب اردوان د كشمير مسئله يو وارې بيا ملګرو ملتونو كښې پورته كړه ٬ د سلامتي كونسل د قراردادونو لمخې د حل ملاتړ

ملګري ملتونه ۔22 ستمبر(اے پی پی) ترك صدر رجب طيب اردوان يو وارې بيا ملګرو ملتونو كښې د كشمير مسئله پورته كولو سره د دې پخوانۍ شخړې د سلامتي كونسل د قراردادونو لمخې د مذاكراتو د لارې حل كولو سره اړوند د تركيه د دريځ پخلے كړے دے۔ د کشمیر ميډيا سروس لمخې صدر اردوان د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته خپل خطاب كښې ووئيل مونږ د تېرو 74 كلونو …

ملګري ملتونه ۔22 ستمبر(اے پی پی) ترك صدر رجب طيب اردوان يو وارې بيا ملګرو ملتونو كښې د كشمير مسئله پورته كولو سره د دې پخوانۍ شخړې د سلامتي كونسل د قراردادونو لمخې د مذاكراتو د لارې حل كولو سره اړوند د تركيه د دريځ پخلے كړے دے۔ د کشمیر ميډيا سروس لمخې صدر اردوان د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته خپل خطاب كښې ووئيل مونږ د تېرو 74 كلونو نه د ملګرو ملتونو د قراردادونو لمخې د كشمير مسئله د ټولو اړوندو ډلو ترمينځه د مذاكراتو د لارې د حل كولو په حق كښې يؤ۔ دا خبره دې ياده وي چې تېر كال د عمومي اسمبلۍ 75 مې غونډې ته خپل خطاب كښې صدر اردوان د كشمير مسئله يوه مهمه مسئله ګرځولو سره وئيلي وو چې د مودي د فسطائي حكومت لخوا د مقبوضه كشمير خصوصي حېثيت منسوخ كولو يو اړخيزه ګام دا مسئله لا پېچلې كړې ده۔ هغه وئيلي وو چې د كشمير مسئلې حل نه غېر سوئيلي آسيا كښې تلپاتې امن او استحكام په ځائې كېدې نه شي۔ هغه په كال 2019 كښې وئيلي وو چې د ملګرو ملتونو د يو شمېر قراردادونو منظورۍ باوجود د كشمير مسئله تر دې دمه حل طلب پاتې شوې ده۔

مزید خبریں