نیویارک۔22ستمبر(اے پی پی) امريكائي صدر جوبائيډن وئيلي دي چې يو خپلواكه او جمهوري فلسطيني رياست د اسرائيل سباؤن باوري كولو لپاره تر ټولو غوره لاره ده۔ د عرب رسنيو لمخې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ كلنې غونډې په اولنۍ ورځ خپل خطاب كښې صدر جوبائيډن ووئيل مونږ له به د منځني ختيځ ټول خلكو لپاره د زيات نه زيات امن او سلامتيا سباؤن لټول وي۔ هغه ووئيل زه باور …
خپلواكه او جمهوري فلسطيني رياست د اسرائيل سباؤن باوري كولو تر ټولو غوره لاره ده۔ امريكائي صدر جوبائيډن

مزید خبریں
نیویارک۔22ستمبر(اے پی پی) امريكائي صدر جوبائيډن وئيلي دي چې يو خپلواكه او جمهوري فلسطيني رياست د اسرائيل سباؤن باوري كولو لپاره تر ټولو غوره لاره ده۔ د عرب رسنيو لمخې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ كلنې غونډې په اولنۍ ورځ خپل خطاب كښې صدر جوبائيډن ووئيل مونږ له به د منځني ختيځ ټول خلكو لپاره د زيات نه زيات امن او سلامتيا سباؤن لټول وي۔ هغه ووئيل زه باور لرم چې دوه رياستي حل او يو خپلواكه او جمهوري رياست فلسطين سره امن سره پاتې كېدل د اسرائيل سباؤن باوري كولو لپاره تر ټولو غوره لاره ده۔ د هغه وېنا وه چې نړۍ دا مهال يو پرېكنده لسيزې سره مخ ده په كومه كښې به چې لارښودو له د كورونا و ائرس ٬ نړيوال موسمياتي بدلون او د سائبر خطرو مقابله كولو له كار كول وي۔ هغه ووئيل امريكا به د موسمياتي بدلون لپاره خپله مالي مرسته يو په دوه او په لوږه قابو موندلو له 10 اربه ډالره مصرف كوي۔











