اسلام آباد 21 ستمبر (اے پي پي) د طالبانو وياند سهېل شاهين وئيلي دي افغانستان كښې مېرمنو ته د حقونو نه وركولو پحقله احتجاجي مظاهره د هېواد دښمنه قوتونو ډنډوره ده، افغان طالبان د شريعت او اسلامي اصولو له مخې مېرمنو ته د حقونو وركولو عزم لري، په بېلا بېلو څانګو كښې مېرمنې خپلو ملازمتونو له بيا راغلي، په ټولو ادارو كښې مېرمنو له د كار لپاره سازګار ماحول راجوړوٶ، …
افغان طالبان د شريعت او اسلامي اصولو له مخې مېرمنو ته د حقونو وركولو عزم لري۔ د طالبانو وياند سهېل شاهين

مزید خبریں
اسلام آباد 21 ستمبر (اے پي پي) د طالبانو وياند سهېل شاهين وئيلي دي افغانستان كښې مېرمنو ته د حقونو نه وركولو پحقله احتجاجي مظاهره د هېواد دښمنه قوتونو ډنډوره ده، افغان طالبان د شريعت او اسلامي اصولو له مخې مېرمنو ته د حقونو وركولو عزم لري، په بېلا بېلو څانګو كښې مېرمنې خپلو ملازمتونو له بيا راغلي، په ټولو ادارو كښې مېرمنو له د كار لپاره سازګار ماحول راجوړوٶ، د پنجشېر په جنګ كښې د پاكستان د مداخلې پحقلاه تورونه بې بنسټه دي، نړۍ دې په ډنډورو پسې غوږونه نه ګرځوي ٬ يوه داسې پاليسي دې وړاندې كړي كومه چې په زمكيزو حقائقو آډانه وي۔ د ګل په ورځ نجي ټي وي چېنل سره په خبرو كښې ده ووئيل طالبانو كله هم مېرمنو ته د حقونو وركولو نه انكار نه دے كړے، په افغانستان كښې د هلكانو ښونځي خلاص كړے شوي او ډېر زر به د انجونو ښونځيو خلاصولو اعلان وشي، افغانستان كښې مېرمنو ته د حقونو نه وركولو لپاره د جواز نه غېر ډغې سوري وهلې كېږي او يو اړخيزه قيصۍ جوړه كړې شوي ۔ده ووئېل دا زمونږ په ضد يو سازش دے خو د دې مخنيوي لپاره چمتو يو۔ سهېل شاهين ووئيل دا مهال د افغانستان لنډ مهاله حكومت د معيشت پشمول يو شمېر چېلنجونو سره مخ دې خو مونږ د افغانانو په مرسته په ټولو مسئلو قابو موندلو لپاره هيله مند يو۔ ده ووئېل 10 اربه ډالره د افغان اولس اثاثه ده، امريکا دې په سمدستي توګه دا بحال كړي٬ د ملګرو ملتونو پشمول نړيوالۍ ورورولۍ ته غږ كوٶ چې ھغوي افغان حكومت تسليم كړي او په افغانستان دې بيا رغونې لپاره په زره پورې كردار ولوبوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د افغانستان په تېر حكومت كښې په مېرمنو د كورني تشدد يو شمېر پېښې رامخې ته شوې خو كله هم چا غږ نه دے پورته كړے، افغان مېرمنې پخپله خوښه حجاب اچوي٬ مونږ څوك په زور حجاب نه دي مجبوره كړي۔ د يوې پوښتنې په ځواب د طالبانو وياند ووئيل طالبان د تېرو شلو كالو راهسې د سپر پاور په ضد جنګېدل٬ مونږ د پنجشېر په جنګ كښې د پاکستان مرستې ته ضرورت نه لرلٶ٬ د پاکستان د پنجشېر په جنګ كښې د مداخلې تورونه بېخي مسترد كوٶ











