اسلام آباد 20 ستمبر (اے پي پي) د امريکې سياسي کمنټېټر، د راډيو او ټي وي كوربه ګلېن بېك افغانستان څخه د زرګونو خلقو انخلاء كښې په كردار لوبولو وزيراعظم عمران خان ته په غوره ټكو پېرزوئنې وړاندې كړي۔ خپلې چيټۍ او ټويټس كښې امريكائي خبريال ووئيل د وزيراعظم عمران انسانيت د سياست نه د بالا ساتلو قيادت د عقائدو ترمېنځه د بېن المذاهب مرستې يو عظيم مثال دے، كوم …
افغانستان څخه د زرګونو خلقو انخلاء كښې په كردار لوبولو وزيراعظم عمران خان ته په غوره ټكو پېرزوئنې وړاندې كړې شوې ٬ د پاکستان سول ادارو٬ د پوځ هلو ځلو او د طالبانو مثبتې رويې له امله د دغه كسانو ويستل ممكن شوي۔ امريكائي خبريال ګلېن بېك

مزید خبریں
اسلام آباد 20 ستمبر (اے پي پي) د امريکې سياسي کمنټېټر، د راډيو او ټي وي كوربه ګلېن بېك افغانستان څخه د زرګونو خلقو انخلاء كښې په كردار لوبولو وزيراعظم عمران خان ته په غوره ټكو پېرزوئنې وړاندې كړي۔ خپلې چيټۍ او ټويټس كښې امريكائي خبريال ووئيل د وزيراعظم عمران انسانيت د سياست نه د بالا ساتلو قيادت د عقائدو ترمېنځه د بېن المذاهب مرستې يو عظيم مثال دے، كوم چې د بشري خواخوږۍ په شريك قدر اډانه دے، مونږ د مزار شريف څه د غېر ملكيانو ويستلو لپاره د ګردې نړۍ لارښودو٬ سياسي مشرانو او د سول سوسائټۍ څخه مرسته غوښتې وه خو هر خوا خاموشي وه٬ يواځې د پاكستان وزيراعظم عمران خان زمونږ په خواست په سمدستي توګه د ردعمل څرګندونه كړې او په مرسته كولو راضي شوے۔ده وئېلې دي كه دا غېر ملكيان په جنګ ځپلي هېواد كښې پرېښودلے شوي وو نو د دوي د مرګ اندېښه وه۔ ده وئېلي وزيراعظم عمران خان د رنګ و نسل ، مذهب او كلتور نه پرته د ېرې ترهې نه غېر د بې ګناه كسانو په بچ كولو كښې قائدانه كردار لوبولے٬ كوم بل نړيوال لارښود د خپلې مخ ملازې كارولو او د خلقو د بچ كولو هڅه نه ده كړې٬ وزيراعظم عمران خان زمونږ په درخواستونو په سمدستي توګه خپلو اهلكارو ته امر كړے ؤ چې ھغوي په مزار شريف كښې په دريو الوتكو كښې د ايسارو كسانو راويستلو لپاره اقدامات وكړي چې پكښې وړومبے امريكانيان وو۔ ده وئېلې دي د پاکستان د سول ادارو ٬ د پوځ په هلو ځلو او د طالبانو د مثبتې رويې له امله د دغه كسانو انخلاء ممكن شوې۔ ګلېن بېك وئيلې د ميډيا د نورو ذريعو خپل اېجنډا كېدې شي د كومې په سبب چې ھغوي د څو ورځو راهسې د پاكستان په وزيراعظم تنقيد كوي خو د خلقو ژوند بچ كولو په لر كښې د د دوي هڅې تسليمول پكار دي۔ ګلېن بېك زياته كړې پاكستان يو ځل بيا ثابته كړې چې پاكستان د امريكې د ښو او بدو وختونو ملګرے دے۔ د وزيراعظم عمران خان ستائنه كولو سره ګلېن بېك وئيلي وزيراعظم عمران انسانيت د سياست نه د بالا ساتلو قيادت د عقائدو ترمېنځه د بېن المذاهب مرستې يو عظيم مثال دے، كوم چې د بشري خواخوږۍ په شريك قدر اډانه دے۔ ده ووئيل د امريكا ميديا د ځينې حلقو په دې ورستيو كښې د تنقيد باوجود پاکستان يو ځل بيا امريكې لپاره يو رښتينے او د قدر وړ شراكتدار ثابت شوے ۔ ګلېن بېك ليكلي مونږ په راتلونكې اوونيو كښې د نورې مرستې منتظر يو ځكه چې مونږ له په دې انساني بحران كښې د بې ګناه كسانو حفاظت له خپل هدف سر كول دي او امريکې له په دې موقع د پاكستان معاونت تسليمول پكار دي ۔ ده وئېلي دي مونږ به دا مرسته هېره نه كړې شو چا چې د كومې دمې يا ردعمل نه غېر مرسته كړې چې په سبب ئې امريكا او اتحاديان د خپلو لوظونو ترسره كولو جوګه شوي۔ ده ليكلي مونږ بل يو نړيوال لارښود نه دے ليدلے چا چې انسانيت د سياست نه بالا ساتلو سره بې ګناه كسان بچ كولو لپاره اقدام كړے۔ ګلېن بيك وئيلي زه په راډيو خپل او د وزيراعظم عمران خان ترمينځه خط و كتابت تفصيلات شيئر كوم او د وزيراعظم سره سره د پاكستاني اولس هم مننه كوم۔











