نيويارك 20 ستمبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ غونډه به د ستمبر د 21مې نېټې په نيويارك كښې پېل كېږي، غونډه به د ستمبر تر 27مه نېټه روانه وي، د 83 هېوادونو مشران، 43 وزيراعظمان، درې نائب وزيراعظمان او 23 خارجه وزيران به جنرل اسمبلۍ ته په ذاتي توګه وېنا كوي. غونډې ته به د اېران، مصر، فرانس، انډونېزيا، سوئيلي افريقې او زمبابوے اولس مشران هم …
د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ غونډه به د ستمبر د 21مې نېټې په نيويارك كښې پېل كېږي، غونډه به د ستمبر تر 27مه نېټه روانه وي، غونډې ته به د وزيراعظم عمران خان پشمول نړيوال مشران وېنا كوي

مزید خبریں
نيويارك 20 ستمبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ غونډه به د ستمبر د 21مې نېټې په نيويارك كښې پېل كېږي، غونډه به د ستمبر تر 27مه نېټه روانه وي، د 83 هېوادونو مشران، 43 وزيراعظمان، درې نائب وزيراعظمان او 23 خارجه وزيران به جنرل اسمبلۍ ته په ذاتي توګه وېنا كوي. غونډې ته به د اېران، مصر، فرانس، انډونېزيا، سوئيلي افريقې او زمبابوے اولس مشران هم وېنا كوي. د امريكې صدر جوبائيډن، د اردن باچا عبدالله، د تركيې ، برازيل، وېزوېلا او د فلسطين اولس مشرانو نه علاوه د برتانيې، جاپان او د هند وزيراعظمان هغه مشران دي كوم به چې د خپل هېواد لخوا وېنا لپاره په نيويارك كښې د ملګرو ملتونو په مركزي دفتر كښې موجود وي. وزيراعظم نرېندر مودي به د ستمبر په 25مه نېټه وېنا كوي او كنټړول لائن په دواړو غاړو او ټوله نړۍ كښې مېشته كشميريان به د نريندر مودي د عمومي اسمبلۍ غونډې ته په وېنا احتجاج كوي.











