ملګري ملتونه افغانستان يو محفوظ او مضبوط رياست ليدل غواړي۔ د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر

ملګري ملتونه ۔20 ستمبر(اے پی پی) ملګري ملتونه افغانستان د يو محفوظ او قوي رياست په توګه ليدل غواړي۔ د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونیو ګوترش د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ 76 مې غونډې نه مخکښې په یوه مرکه کښې ووئیل: "دا سمه ده چې په افغانستان کښې وضعیت د اټکل وړ نه دے ، خو مونږ ټول په افغانستان کښې یو پراخا حکومت غواړو او دا چې افغانستان د …

ملګري ملتونه ۔20 ستمبر(اے پی پی) ملګري ملتونه افغانستان د يو محفوظ او قوي رياست په توګه ليدل غواړي۔ د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونیو ګوترش د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ 76 مې غونډې نه مخکښې په یوه مرکه کښې ووئیل: “دا سمه ده چې په افغانستان کښې وضعیت د اټکل وړ نه دے ، خو مونږ ټول په افغانستان کښې یو پراخا حکومت غواړو او دا چې افغانستان د بشري حقونو او په خصوصي توګه د مېرمنو احترام وكړي”۔ هغه ووئيل مونږ ټول غواړؤ چې افغانستان يو محفوظ رياست جوړ شي او افغانستان د نشائي توكو د قاچاق مقابله وكړي ٬ خو دا پېشګوئي كول ګران دي چې څه رامخې ته كېدونكي دي۔ هغه ووئيل زه دا ګڼم چې افغانستان سره بشري مرسته كول د ملګرو ملتونو فرض دي۔ هغه زياته كړه چې دا مهال بايد طالبان د تفاهم د لارې په دې خبره پوه كړې شي چې انجونې بايد د هرې كچې زده كړې ترلاسه كولو حق ولري او په يو وخت كښې يوې فعاله تګلارې سره نړيوالې ورورولۍ سره بايد مرسته وكړې شي۔ هغه ووئيل افغان اولس دا مهال سخت تكليف سره مخ دے او هېواد كښې ناوړه صورتحال څخه بچ كېدو له افغان اولس خوراك ٬ داروګانو او نورو بنيادي آسانيو ته اړتيا لري۔ هغه ووئيل دا وخت افغانستان كښې دويمه ستونزه د افغانستان معيشت بحالولو ده او ځكه زه دا ګڼم چې نړيواله ورورولي بايد د افغان معيشت مضبوط جوړولو له په ګډه ګام پورته كړي دغسې چې افغانستان د معيشت ختمېدو څخه وساتلے شي

مزید خبریں