سرینګر۔20ستمبر(اے پی پی) په غېر قانوني توګه د هند نيولي شوي جموں وكشمير خصوصي حېثيت په يو اړخيزه او غېر آئيني توګه ختمېدو سره منطقه كښې د بنيادي او انساني حقونو خلاف ورزيو كښې څو چنده اضافه شوې ده۔ د كشمير ميډيا سروس لخوا جاري كړې شوي تجزياتي رپورټ كښې وئيلي شوي چې د 5 اګست2019 نه تر31 اګست 2021 د هند په غېر قانوني توګه نيولي شوي جموں وكشمير …
د خصوصي حېثيت له ختمېدو وروسته مقبوضه كشمير كښې 428 بې ګناه وګړي د هندي ځواكونو د ګولو نخښه جوړ شوي دي۔ رپورټ

مزید خبریں
سرینګر۔20ستمبر(اے پی پی) په غېر قانوني توګه د هند نيولي شوي جموں وكشمير خصوصي حېثيت په يو اړخيزه او غېر آئيني توګه ختمېدو سره منطقه كښې د بنيادي او انساني حقونو خلاف ورزيو كښې څو چنده اضافه شوې ده۔ د كشمير ميډيا سروس لخوا جاري كړې شوي تجزياتي رپورټ كښې وئيلي شوي چې د 5 اګست2019 نه تر31 اګست 2021 د هند په غېر قانوني توګه نيولي شوي جموں وكشمير كښې 428 بې ګناه كشميري وګړي د هندي ځواكونو د ګولو نخښه جوړ شوي دي۔ رپورټ كښې وئيلي شوي دي چې د 5 اګست 2019 د نرېندر مودی فسطائی هندي حكومت لخوا پورته كړې شويو ګامونو نه وروسته د كشميري اولس د عزت او وقار په هر ډول لمينځه د وړولو هڅه وكړې شوه۔ رپورټ كښې دا هم وئيلي شوي چې د 5 اكست 2019 نه وروسته د بشري حقونو خلاف ورزيو كښې تندۍ سره اضافه شوې۔ خلق جماعت سره لمونځ كولو ته پرېښودلې نه شي٬ مواصلاتی چېنلز بند دي او ځائي وګړي روزګار نه محرومه دي۔ د كال 1989 جنورۍ مياشتې نه تر د روان كال 2021 اګست مياشتې 95 زره861 کشمیري وګړي شهييد كړې شوي دي۔ رپورټ كښې وئيلي شوي دي چې هند يو اړخ ته د نړۍ تر ټولو لويے جمهوريت كېدو ادعا كوي او بل اړخ ته په منطقه كښې د بشري حقونو د هر اصول خلاف ورزي كوي











