برتانيې د پاكستان نامه د سفري بندېزونو د نوم لړ نه وويستله

لندن 17ستمبر (اے پي پي)د حكومت هلو ځلو ځاے وونيو٬برتانيې د پاكستان نامه د سفري بندېزونو د رېډ لسټ نه ويستلې ده۔د برتانيې د ټرانسپورټ وزير ترمخه د پاكستان او تركيې پشمول د 8 هېوادونو نامې د سفري بندېزونو د رېډ لسټ څخه ويستلې شوي۔د پريكړې اطلاق به د 22 ستمبر د سهار څلورو بجو نه وي دغسې د پاكستان په برتانيه كښې هائي كمشنر هم په خپل ټوېټ كښې د پريكړې تصديق كړے