د نيوزي لېنډ کرکټ بورډ يو اړخيزه پرېكړه٬ د كركټ سيريز وځنډولے شو

پېنډۍ 17ستمبر (اے پي پي) د پاکستان لخوا امنيت لپاره د فول پروف انتظاماتو باور وركولو باوجود د نيوزيلېنډ کرکټ بورډ يو اړخيزه پرېكړې نه پس د پاکستان او نيوزيلېنډ كركټ لوبډلو سيريز ځنډولے شوے كوم چې د جمعې په ورځ په پېنډۍ كركټ لوبغالي كښې كېدونكے ٶ۔ د پي سي بي لخوا د جاري شوي اعلاميې له مخې د نيوزيلېنډ کرکټ بورډخبر وركړے چې مونږ ته د امنيت پحقله الرټ راكړے شوے ؤ ځكه مو په يو اړخيزه توګه د سيريز ځنډولو پرېكړه كړې۔ وزيراعظم په ذاتي توګه د نيوزيلېنډخپل همنصبې سره رابطه كړې او ورته ئې وئېلې دي چې زمونږ انټيلي جنس ايجنسۍ د نړۍ په غوره انټيلي جنس كښې شمېرلې شي٬ مېلمه لوبډلې ته كوم امنيتي تهرېټ نشته