د لويدېزو هېوادونو يو اړخيزه بندېزونوسره په انساني حقونو منفي آغېز مرتب شوې۔ چين

ملګري ملتونه17 ستمبر (اے پي پي)چين وئيلي دي چې د لويدېزو هېوادونو يو اړخيزه بندېزونو سره په انساني حقونو منفي آغېز مرتب شوې دي۔ د چين نړيوالې راډيو له مخې په ملګرو ملتونو كښې د چين استازي د بشري حقونو كونسل په 48مه غونډه كښې د يو اړخيزه بنديزونو پحقله په مباحثه كښې برخه اخستو سره ووئيل د امريكې پشمول ځينې لويديزو هېوادونه يو اړخيزه بنديزونه لګولو سره د نورو هېوادونو د حكومت تخته اپوټه كولو هڅې كوي كوم چې د نړيوال اصول او ضوابطو سنګينه خلاف ورزي ده ۔ ده ووېيل د كرونا وباء په صورتحال كښې نه يوازې د يو اړخيزه بنديزونو ختمولو څخه انكار شوې بلكې دا لا سخت كړې شوې دي چې ورسره په ځپلې هېوادونو كښې په خاص توګه مېرمنې ٬ كوچنيان او د زيات عمر كسان سخت متاثره شوې دي او د انساني الميې صورتحال پېدا شوې دې۔ د چين استازي ووئيل چې سياسي مقاصدو او د دروغو په بنياد په سنكيانګ سيمه كښې په اړوند ادارو او كسانو لګولې شوې بندېزونو په سنكيانګ كښې د كاروباري ادارو قانوني حقونه او مفادات٬ د ځائي اولس پرمختګ او د دوي د روزګار حق ته هم سنګين زيان رسولے