ملګري ملتونه په افغانستان كښې د كومو ستونزو نه بغېر په بشري بنيادوند رېليف هلې ځلې روانې ساتلې شي۔سراج الدين حقاني

اسلام آباد 16ستمبر (اے پي پي)د افغانستان عبوري داخله وزير سراج الدين حقاني افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو خاص استازي ډيبورالائنز له باور وركړے چی ملګري ملتونه په افغانستان كښې د كومو ستونزو نه بغېر په بشري بنيادونو خپلې د رېليف هلې ځلې روانې ساتلې شي۔د افغان حكومت وياند سهيل شاهين خپل يو ټوېټ كښې ووئيل د امارات اسلاميه افغانستان داخله وزير باور وركړے چې ملګري ملتونه افغان اولس له د كومو ستونزو نه بغېر د مرستې كار روان ساتلے شي۔وياند ووئيل د حقاني او ډيبور الائنزر ترمينځه په ملاقات كښې د افغانستان په موجوده صورتحال او په بشري بنيادونو په مرسته خبرې شوي ۔په خبرو كښې سراج الدين حقاني په دې خبره زور راوړو چې نړيوالې ورورولۍ له پكار دي چې افغانستان سره خپله همكاري دوامداره وساتي