پاکستان په افغانستان كښې د داسې حكومت جوړېدو په تسلسل سره ملاتړ كړے چې پكښې ټولې ډلې شاملې وي۔ د امريكې د خارجه وزارت وياند

واشنګټن 16 ستمبر (اے پي پي) د امريکې د خارجه وزارت وياند نېډ پرائس وئيلي دي چې مونږ پاكستاني چارواكو او قيادت سره پرله پسې په تماس كښې يو٬ پاکستان په افغانستان كښې د داسې حكومت جوړېدو په تسلسل سره ملاتړ كړے چې پكښې ټولې ډلې شاملې وي او كوم ته چې په پراخه كچه اولسي ملاتړ ترلاس وي، د بشري حقونو او د ترهګرۍ مخنيوي او د ماضي د ثمراتو تحفط پحقله په اندېښنو مشتركه ترجيحات د دې خبرې متقاضي دي چې مونږ ټول په يو لور روان شو۔ د ميډيا بريفنګ په مهال د يوې پوښتنې په ځواب وياند ووئيل د پاك امريكې اړيكو په پس منظر كښې مونږ پاكستاني چارواكو او قيادت سره پرله پسې په تماس كښې يو٬ مونږ په افغان وضعه په تفصيل خبرې كړې دي۔ وياند په تېره اوونۍ كښې په المان كښې د ترسره شوې وزارتي كچه ورچوئل غونډې حواله وركړه چې پكښې د امريكې خارجه وزير انټوني بلنکن او د المان خارجه وزير هائيكو ماس او د پاكستان خارجه وزير شاہ محمود قرېشي ګډون كړے ٶ۔ ده ووئيل په دې موقع په دې خبره سلا شوې چې په افغانستان كښې د تېرو 20 كالو په مهال ترلاسه شوې ثمرات٬ په خاص توګه د مېرمنو٬ انجونو او اقليتونو پحقله د كاميابو تحفظ د ټولو په ګټه دے٬ دې سره سره د افغانانو په ستونزو كښې كمې هم د ټولو په مفادو كښې ےي٬ دا پاکستان سره سره د ھغه هېوادونو هم په ګټه دي كوم چې د افغانستان څخه په فاصله كښې دي۔ وياند په دې موقع د انټوني بېلنكن د بيان سپيناوې كولو سره ووېيل مونږ په دې كښې خوښي لرو چې پاكستان او د منطقې نور هېوادونو د خپلو لوظونو له مخې د افغانانو مرستې لپاره بېلا بېلو اقداماتو كښې تېزي راولي او په دې لړ كښې نه يوازې زمونږ بلكې نړيوالې ورورولۍ سره په ګډه په تعميري ډول د مشتركه ترجيحاتو له مخې كار وكړې شي چې پكښې د بشري حقونو پحقله اندېښنې، په تېرو شلو كالو كښې د ترلاسه كېدونكو ثمراتو تحفظ او د ترهګرۍ مخنيوي پحقله اندېښنې شاملې دي دغسې چې دا خبره باوري كړې شي چې مونږ ټول په يو لور روان يو