د سعودي وګړي د سېلګري په موټر سائيكل د 3براعظمونو د 52 هېوادونو د سېل رېكارډ جوړ كړو

رياض 16ستمبر (اے پي پي) د سعودي وګړي د سېلګري په موټر سائيكل د 3براعظمونو د 52 هېوادونو د سېل رېكارډ جوړ كړے۔ د عرب ميډيا له مخې فهد الزھراني ووئيل زه د درس و تدريس څانګې سره تعلق لرم او ما د كال 2014 نه تر اوسه د درې براعظمونو د 52 هېوادونو سېل كړے او زه په موټرسائيكل د سېل شوق لرم كوم چې ما د خوږ هېواد نامه روښانه كولو لپاره وقف كړې دې۔ ده ووېيل زه خواهش لرم چې نړۍ ته ووايم چې د سعودي ټولنه د روادارۍ علمبرداره ټولنه ده او د نړۍ هېوادونو او قامونو سره د مېنې محبت او امن او سلامتيا رشته جوړولو كښې خوښي لري