امريکا، سپېس اېکس په لومړي ځل څلور وګړي د فالكن-9 راكټ د لارې خلاء ته ولېږل

واشنګټن 16 ستمبر (اے پي پي) د امريکې نجي خلائي کمپنۍ سپېس اېکس په لومړي ځل څلور وګړي د فالكن-9 راكټ د لارې خلاء ته لېږلي دي۔ د فرانس خبري اژانس له مخې د شورو په ورځ د فلورېډا کېنېډي سپېس سنټر څخه دا وګړي لېږل شوي دي او راكټ په كاميابۍ سره د زمكې په مدار كښې داخل شوے. دا وګړي به تر دريو ورځو په خلاء كښې وي. دې مشن ته انسپېرېشن فور نامه وركړې شوې ده