چين كښې د 6 درجې شدت زلزله٬ درې كسان مړه ٬ 60 ټپيان

بيجنګ 16 ستمبر (اے پي پي) د چين د سوئيلي ختيځ سېچوان ولايت د لوزهو ښار په لكشيان كاٶنټۍ كښې د 6.0 درجې شدت زلزلې له امله درې كسان مړه او 60 ټپيان شوي دي۔ د اړوند چارواكو له مخې په ژوبل شويو كښې د دريو حالت اندېښمن دے۔ د چائنا زلزله نېټ ورکس سنټر له مخې زلزله سهار 4:33 بجې راغلې چې مركز ئې لس كلوميټره ژور ٶ۔ د زلزلې له امله ټېلي کميونيکېشن بېس سټېشن ، کېبلز او ځېنې ودانيو ته زيان رسېدلې او د يو شمېر كورونو برېښنا معطل كېدو سره سره يو شمېر ستنې په سړكونو راغورځېدلې دي۔ د چارواكو له مخې د زلزلې نه پس د آپټر شاكس اندېښنه ده٬ بلخوا د رېلوے چارواكو د لوزو هائي سپېډ رېلوے ستېشن په عارضي توګه بند كړے