د آر اېس اېس سوچ كركه خپرول او سماج تقسيمول دي۔ راهول ګاندھي

نوے ډيلے 16 ستمبر (اے پي پي) د هند د اپوزيشن جماعت کانګرېس پخواني صدر راهول ګاندھي وئيلي دي چې د راشټريه سوائم سېوك سنګھ (آر اېس اېس) سوچ كركه خپرول او سماج تقسيمول دي۔ د هندي ميډيا له مخې د ښځينه كانګرېس د تاسېس ورځې په موقع تېره ورځ په پارټي هيډ کوارټر كښې د هېواد د بېلا بېلو برخو د كانګرېس ښځينه عهدېدارو ته خپلې وېنا كښې راهول ګاندھي ووئيل نن په هېواد كښې آر اېس اېس–بي جے پي واكمن دي٬ د دوي په نظريه او زموبږ په نظرياتو كښې فرق دے٬ دې لپاره مونږ هېچرې د آر اېس اېس-بي جے پي نظريې سره اتفاق نشو كولې