د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کونسل دې جمو او کشمیر ، فلسطین كښې د بشري حقونو د خلاف ورزيو مخنيوے وكړي ، او ائي سي

جنیوا 15ستمبر (اے پي پي) د اسلامي مرستي تنظیم (او آئي سي) د ملګرو ملتونو په بشري حقونو کونسل زور راوړے چې جمو او کشمیر ، فلسطین او میانمار كښې د بشري حقونو د منظمو خلاف ورزیو مخنيوے وكړي ځكه چې د بشري حقونو په نړيواله تګلاره يو ډول عملدرآمد د 47 كسيزه ادارې تشحض لپاره ضروري دے۔ د پاکستان سفیر خلیل هاشمی د اسلامی مرستي تنظیم د اړخه بيان كښې وئيلي دي او آئی سي په زینو فوبیا ، اسلاموفوبیا او د مذهبي عدم برداشت په زياتو شوو پېښو تشويش لري كومې چې د مذهبي شخصیات او د مذهبي علاماتو د بدنامۍ سبب ګرځي۔ او آئی سي وئيلي دي د دې ډول پېښو بيا بيا رامخې ته كيدو مخ نيوے دا تقاضا لري چې د بشري حقونو کونسل او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشینري د مذهبي عدم برداشت ،آن لائن او په عام ژوند كښې د مذهب او عقیدې په بنیاد د خلقو او ډلو په ضد د كركي وړ وېناګانو مخنيوے او د هغې مقابله كولو له مقصد لرونكے كردار ترسره كړي۔ تنظیم د بشري حقونو په کونسل زور راوړے چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو هائی کمشنر دفتر دې په کشمیر رپورټس كښې په اړوندو سفارشاتو عمل درآمد وكړي