د امريكې جمهور ريئس جوبائېډن به په 21م ستمبر د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته وېنا كوي

واشنګټن15 ستمبر (اے پي پي) د امريكې جمهور ريئس جوبائيډن به په 21م ستمبر د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته وېنا كوي۔ د فرانس خبري اژانس له مخې د سپنې ماڼۍ وياند جېن ساكي تېره ورځ يو بيان كښې وئيلي دي جوبائيډن به د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته وېنا لپاره په 21م ستمبر نيويارك ته ځي۔ وياند ووئيل د عمومي اسمبلۍ په غونډه كښې امريكا بېلا بېلو هېوادونو سره اړيكو تهلكه د كورونا وائرس٬ د ماحولياتي بحران مخنيوي لپاره اقداماتو ٬ جديد ټېكنالوجيز او سائبر سپېس كښې شركتدارۍ او انډو پېسيفك ريجن كښې مرسته قوي كولو پلو پام ګرځولې شي۔ د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ غونډه تېر كال د كورونا له امله په ورچوئل توګه شوې وه ٬ خو سږ كال دا غونډه هائبرډ- ان پرسن- ورچوئل فارمېټ سره كېږي يعنې په دې غونډه كښې به د ځېنې هېوادونو نمائندګان پخپله ګډون كوي او ځينې به په ورچوئل توګه ګډون كوي