په پاكستان كښې د سېلګرې په څانګه كښې د سرمايه كارې پراخا موقعې موجود دي. ډاكټر اسد مجيد خان

واشنګټن 15 ستمبر (اے پي پي) په امريكا كښې د پاكستان سفير اسد مجيد خان وئيلي دي چې حكومت د سېلګرې ودې لپاره عملي اقدامات كوي، په پاكستان كښې د سېلګرې په څانګه كښې د سرمايه كارې پراخا موقعې موجود دي. ده دا خبرې په واشنګټن ډي سي كښې د پاكستان په سفارت كښې د پاكستان د سېلګرې او كلتور ودې په اړه جوړې شوې دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې. ده ووئيل چې پاكستان ښكلي قدرتي مناظر لري او كلتور او تاريخي ورثې څخه ډك هېواد دے. ده ووئيل چې حكومت د سېلګرې ودې لپاره بېلا بېل اقدامات كړي دي چې پكښې د بنيادي ودانې بهتري، د سرمايه كارې موقعې او د اسانې وېزې پاليسي شامله ده. په دې موقع د پاكستان په اړه ډاكومنټري هم وړاندې كړې شوه او د پاكستان د عكسونو نندارتون هم وكړے شو. دا دستوره د پاكستان د 75مې سالګرې په اړه د ترتيب شويو دستورو اولنې دستوره وه