د يو اے اي د مرستې دوه الوتكې د مرستې سامان سره سوډان او اېتهوپيا ته ورسېدې

دبئۍ 15 ستمبر (اے پي پي) د متحده عرب اماراتو (يو اے اي) لخوا د مرستې دوه الوتكې د مرستې سامان سره سوډان او اېتهوپيا ته رسېدلې دي۔ د عرب ميډيا له مخېد شېخ محمد بن راشد آل مکتومد هداياتو له مخې د دبئۍ نړيوال هيومټيرين سټي (آئي اېچ سي) سوډان او اېتھوپيا كښې صحت، كډوالو اود سېلاب بحرانونو مخنيوي لپاره د نړيوال انساني ورورلۍ د ستړو ملاتړ كولو سره دوه الوتكې د مرستې لېږلې٬ په خاص توګه سوډان كښې سېلاب ځپليو آبادو لپاره د مرستې سامان چې پكښې کمبل، د خوراك څښاك سامان٬ لوښي او ترپالونه شامل دي۔ د انټرنېشنل هيومټيرين سټي چيف اېګزيکټو آفيسر جيوسيپي صبا د شېخ محمد بن راشد آل مکتوم د مرستې او ملاتړ مننه كولو سره ووئيل په دبئۍ كښې نړيوال انساني ښار په نړيواله كچه د رامخې شوې بحرانونو كښې په تندۍ سره د حاجت مندو په مرسته كښې كليدي كردار لوبوي