افغان سفارتي عمله او عهديدار دې بېرته راشي ٬ خپل كار دې بيا پېل كړي٬مونږ په هغوي هېڅ اعتراض نه لرو۔د افغانستان عبوري خارجه وزير مولوي امير خان متقي

كابل 15ستمبر (اے پي پي)د افغانستان عبوري خارجه وزير مولوي امير خان متقي په تېر حكومت كښې خذمات ترسره كونكېپه افغان سفارتي عمله او په عهديدارو زور راوړے چې بېرته راشي او خپل كار پیل كړي۔د نهې په ورځ يو خبري كنفرنس ته په خپله وېنا كښې ده ووئيل امارات اسلاميه په افغانستان كښې په فرائض ترسره كولو كوم اعتراض نه لري۔مولوي متقي په دې خبره زور راوړو چې د پخوانو حكومتونو د ټولو ملازمانو پشمول د خارجه وزارت ملازمان دې بېرته راشي او خپل فرائض دې پېل كړي۔ده ووئيل مونږ افغان سفارتي مشن او بهر سفارتخانو كښې د ټولې سفارتي عملې څخه غوښتنه كوو چې د معمول له مخې خپل كار او فرائض بيا پېل كړي۔هغه زمونږ نمائندګان دي بايد هغوي خپل كار روان وساتي٬مونږ په دې هېڅ اعتراض نه لرو۔دا اپيل د طالبانو د اړخه د نوي عبوري سېټ اپ په كار كښې د ټولو مسائلو حل كولو او په هغې د قابو موندلو د هڅو په تناظر كښې رامخې ته شوے۔د نړيوالې ورورولۍ سره د اړيكو په حقله ده ووئيل د امارات اسلاميه نوي عبوري حكومت جوړېدو نه پس كوم هم هېواد سره د چارو مخ په وړاندې بوتللو كښې هېڅ مسئله نه لرو۔ده واضحه كړه چې چا له به هم په افغانستان د بندېز لګولو غوندې د كومې خطرې اجازه ورنه كرې شي او د ټولو هېوادونو سره په ښه ډول خبرو اترو كولو له چمتو يو۔ده د دې خبرې پخلے وكړو چې نوے افغان حكومت د ټولو هېوادونو سره ښې اړيكې جوړول غواړي۔د طالبانو حكومت تسليمولو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې متقي ووئيل كوم هم هېواد تراوسه اسلامي امارت افغانستان په سركاري توګه تسليم كړے نه دے۔ده ووئيل د طالبانو حكومت د ګاونډيانو هېوادونو استازو او چارواكو سره ګڼ شمېر ملاقاتونه كړي۔دغې هېوادونو د ځينو اندېښنو څرګندونه كړې وه او د ځينې وړاندېزونو سره يې رابطه كړی۔ده ووئيل نوے حكومت د هغوي اندېښنې لرې كولو او د هغوي په ژړاندېزونو غور كوي۔امير خان متقي ووئيل هر هېواد خپله خارجه پالېسي لري نورهدا چې كه هغوي امارات اسلاميه تسليموي نو د هغوي به هركلے كولې شي۔ده ووئيل د طالبانو په خپل هېواد بشپړ كنټرول دے ۔ ده په هېواد كښې دننه د څه ډول اندېښنې رد كولو سره ووئېل دا د ټولې نړۍ لپاره يو ښه علامت دے۔مولوي متقي په افغانستان كښې د بشري مرستې په رالېږلو د څو هېوادونو هركلے وكړو او د هغوي يې ستائنه وكړه په خاص توګه د پاكستان٬چين او متحده عرب امارات ئې ذكر وكړو۔ده نړيوالې ورورولۍ ته خواست وكړو چې د امارات اسلاميه د نوي حكومت په بېلو څانګو كښې مالي او تنكنيكي مرستې وكړې ۔