په يمن كښې د مائن په چاودنه كښې 15 كسان ژوبل شوي

صنعا 14 ستمبر (اے پي پي) په يمن كښې د مائن په چاودنه كښې 15 كسان ژوبل شوي دي. د چين خبر رسنې ادارې له مخې تېره ورځ په ساحلي الحديده ښار كښې د مسافرو يو ګاډې مائن سره ټكر شو او په چاودنه كښې په ګاډي كښې سواره 15 كسان ژوبل شول چې پكښې مېرمنې او ماشومان هم شامل دي. د چارواكو له مخې دا مائن د حوثي ملېشيا لخوا په ځائ كړے شوے و. په پېښه كښې ژوبل شوي كسان نزدې روغتون ته رسول شوي دي